امنیت

په پکیتکا کې د یو قومندان په ګډون اووه طالبان ووژل شول

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په پوشتۍ سیمه کې د یو قومندان په ګډون ۷ وسله وال طالبان ووژل شول.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپانه کې ویل شوي دي چې افغان ځواکونو تېرماښام په ارګون ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې د یو قومندان په ګډون ۷ طالبان ووژل شول.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو مهمات، وسلې او دوه ډاټسن موټر هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته