امنیت

په ډایکنډي کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

۱۰- کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
په ډایکنډی کې پرون مازیګر د ماین په چاودنه کې د سیمه ییزې اردو یو منسوب شهید شو او پنځه نور یې ټپیان شول.‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎
د ډایکنډی د ملي اردو د همغږۍ قوماندان جواد خان باختر آژانس ته وویل چې ماین د ډایکنډي د پاتو ولسوالۍ په تمزان کلي کې وچاودېد چې په پایله کې د سیمه ییزې اردو یو منسوب شهید شو او پنځه نور یې ټپيان شول.
د ډایکنډي امنیتی مسوولین وایي چې ټپیان د درملنې په خاطر قندهار روغتون ته ولېږدول شول او د دوو ټپیانو روغتیایي حالت خراب بلل شوی دی.
پاتو ولسوالۍ د ډایکنډي یوه ناامنه ولسوالي ده چې وسله وال طالبان وخت ناوخت پرې برید کوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته