امنیت

په کابل او بادغیس کې ۱۶ کسان د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي

کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې په کابل او بادغیس کې د غلا، شوکمارۍ او انسان تښتوونې په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې له نیول شویو کسانوڅخه وسلې، کامرې، غلا شوی موټر او ۱۴۰ زره پیسې هم ترلاسه شوي چې پیسې بېرته خپل څښتن ته يې سپارل شوې دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته