ټولنه

په کابل ښارکې په اورلګېدنه کې پنځه تنه ووژل شول

٤- کابل/ د مرغومي١٤مه / باختر
د کابل پوليس وايي تېره شپه د کابل ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې د هغې اورلګېدنې په اړه تحقيق کوي چې د سر زيان يې اړولى دى.
دغه پېښه تېره شپه د بره کې څلور لارې تاج کانټيننټال هوټل ته څېرمه په يوه نانوايي کې رامنځته شوې ده.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز په دې پېښه کې د ٥ تنو مړينه تاييدوي او وايي؛ ياده پېښه د ګازو د بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې او پوليس په دې اړه نورتحقيقات هم کړي.
د دغو ٥ تنو هويت چې په دې پېښه سوځېدلي دي د پېژندنې وړ نه دى او د وژل شويو کسانو د هويت د تثبيتولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته