خبرونهامنیت

په کابل ښار د يوبل راکټي بريد مخه ونيول شوه

٤٧- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د ١١١ فرقې ځواکونو نن يوشمېرتوغندي چې په يوکرولا موټر کې ځاى پرځاى شوي و د کابل له قره باغ څخه کشف کړل.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختراژانس خبريال ته وويل تروريستانو څو توغندي په يو کرولا موټر کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه له قره باغ ولسوالۍ څخه کابل ښار ته ولېږدوي او د ښار په بېلابېلوسيمويې وتوغوي.
چې د ١١١ فرقې ځواکونو کابل ته د دغه موټر له رسېدو مخکې هغه کشف او ونيوه
امان وويل د دغې پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار نن سهار د راکټي بريد له امله يوتن ووژل شو اودوه تنه نورټپيان شول.
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته