کابل / دکب ١٤مه /باختر
ګډو امنيتي ځواکونو نن په کابل ښار د يو بي ام – ١ توغندي د توغولو مخه ونيوله .
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د باختراژانس خبريال ته وويل : نن له غرمې مخکې د لسو بجوپه شاوخوا کې تروريستانو د کابل د پغمان ولسوالۍ په کوبکي کلي کې د بي ام – ١ يو توغندي په کابل ښار د توغولو لپاره عيار کړې و چې د امنيتي ځواکونوله خوا کشف او په يوه نا استوګنه سيمه کې وچول شو.
په کابل ښار وروستۍ راکتي بريد د ليندې په نهمه نيټه ترسره شو چې د ٢٣ توغنديو په لګېدو سره ٨ تنه ووژل شول.
ختم- ج – ا