ټولنه

په کابل کې۵۰۰ بېځايه شويو او اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د تلې ۲۵مه / باختر
په کابل کې له ۵۰۰ اړو او بېځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو مرستو د وېش پر مهال د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریيس قاري عبدالمتين رحيمزي، د افغان ماشومانو د مرستې لپاره له جرمنۍ موسسې WHH)) څخه مننه وکړه او ويې ويل: زموږ هېوادوال په اوسنيو شرايطو کې د ټولو داخلي او نړيوالو خیريه بنسټونو مرستو ته اړتيا لري.
هغه زیاته کړه چې یوشمېر موسسو له دغه ریاست سره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
د رحیمزي د څرګندونو له مخې؛ د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست تراوسه له څه د پاسه ۳۰۰۰ اړو او بېځايه شويو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده او د خیريه بنسټونو په همکارۍ یې څه دپاسه ۱۶زره کورنۍ سروې کړې دي چې ډېر ژر به له هغوی سره هم مرسته وشي.
دغه راز د افغان ماشومانو د مرستې لپاره د جرمنۍ موسسې WHH)) ریيس محمد عالم شهاب، له افغانستان اسلامي امارت او همدارنګه افغانانو سره د خپلو مرستو او همکاریو د دوام ‌ډاډ ورکړ.
شهاب زياته کړه چې په دې مرسته کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره، لوبیا او چای شامل وو چې د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ پر اړو کورنيو ووېشل شوه.
څو ورځې وړاندې هم دغه موسسه په کابل کې له ۲۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته