سیاست

په کابل کې دامريکا اودنوى زيلاندسفيرانو نن دباميانو ولايت ته سفر وکړ

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٦ :
ددغودوو امريکايي او دنوى زيلاند دديپلوماتانو دسفر هدف دبيارغونې  دپروګرامونو اوپروژو کتنه اودباميانو دامنيتي حالت څيړنه بلل شوې ده.
دغو دوو تنو سفيرانو ددغه سفر په بهيرکې ددغه ولايت له سيمه ييزو مقاماتوسره وکتل اودبيارغونې دپروګرامونو دبهير او دامنيتي حالت په باب يې خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبرله مخې، په کابل کې دامريکا سفير جيمز کونن ګهام باميانو ته دسفر په بهيرکې له خبريالانوسره په خبرو کې په دغه ولايت کې امنيتي حالت ښه وباله او ويې ويل چې هيواد يې  دباميانودبيارغونې او دامنيتي پروژو دپراختيا لپاره  پروګرامونه تراجرا لاندې نيولي دي .
په کابل کې دامريکا دسفير دڅرگندونوله مخې،  دوى هلې ځلې کوي چې له  ٢٠١٤ کال مخکې  دخپلوپروګرامونو په عملي کولو سره په باميانو کې دخلکو اقتصادي حالت اوثبات لاښه کړي  .
په همدې حال کې په کابل  کې دنوى زيلاندسفيرجوستون فيپيولي وايي چې دغه هيواد  په سپکو اودرندو جنګي وسايلو دافغان ځواکونو دسمبالولو اودهغوى دروزنې دبهيرلپاره  خپلو هلوځلو ته زور ورکړي دي.
امريکا اونوى زيلاند په باميانو کې دبيارغونې دپروګرامونو ډير ستر مالي  مرسته کوونکي بلل کيږي .
په همدې حال کې  دغو دوو سفيرانو په باميانو کې دښکلي طبيعت اودتاريخي  اوتورستي ساحودشتون په پام کې نيولوسره ژمنه  وکړه چې  ددغه تاريخي ولايت  دتفريحي پارکونو په ساحو کې به  دتورستانودپاملرنې دجلبولو لپاره دافغانستان له دولت سره مرسته وکړي .
دتورستانو جلبولو ته دباميانو دچمتوکولو لپاره دامريکا او نوى زيلاند تياري په داسې حال کې اعلاميږي چې دافغانستان  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دگرځندوى  صنعت دپياوړتيالپاره ټاکل شوې ده په نږدي راتلوونکي کې ددغه ولايت  دامير بند سيمه دملي پارک په نامه ونوموي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته