سیاست

په کابل کې د امريکا سفارت په ميرزا اولنګ کې دملکي خلکو وژل وغندل .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
په کابل کې دامريکا سفارت دطالبانو له خوا دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ کلي کې دلسګونو تنو  ملکي وګړو وژل وغندل 
دباختراژانس دخبرله مخې، دامريکا سفارت ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي دوسله والو طالبانو او داعشيانو له خوا دملکي وګړو وژل يوځل بيا ثابته کړه چې تروريستي ډلې شرير او اشوبګر ځواکونه دي
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې امريکا دافغانستان دخلکو او حکومت تر څنګ ولاړه ده او دغه شان وحشيانه بريدونه په کلکه غندي او هغه غيرانساني بولي .
دسرپل ولايت سيمه ئيز مقاماتو پرون وويل چې داعشيانو او طالبانو دميرزا اولنګ په سيمه کې څه ناڅه پنځوس تنه ملکي وګړي شهيدان کړل اويوسلو پنځوس تنه نور يې يرغمل کړي دي .
  ختم- عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته