خبرونهروغتیا

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو يو مرکز د روږدو کسانو د درملنې په مرکز بدل شوى دى

کابل / د لړم ٢٨مه / باختر

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو يو مخکېنی مرکز په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په يو ستر مرکز بدل شوى دى.

دغه مرکز د کابل په ختيځ کې موقعيت لري او اسلامي امارت له دغه مرکز څخه د روږدو کسانو د درملنې د مرکز په توګه کار اخلي.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ همدا اوس د ښار له بېلابېلو سيمو څخه ۱۰۰۰ روږدي کسان راټول کړای شوي دي او د څرخي پله په زندان کې ساتل کېږي.

دغه روږدي کسان د درملنې بهير د بشپړولو لپاره نوبت ته په تمه دي. له بله پلوه هم د کابل په ختيح کې د ابن سينا د درملنې ۱۰۰۰ بستريز مرکز چې يو وخت د بهرنيو ځواکونو مرکز و، همدا اوس د ٤٠٠٠ روږدو کسانو د منلو ظرفيت لري.

دغه روږدي کسان د ٤٥ورځو لپاره تر درملنې لاندې نیول کېږي چې بېرته عادي ژوندانه ته راستانه شي.

په کابل کې د ابن سينا ۱۰۰۰ بستريز مرکز يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه مرکز کې ٣٧٠٠ روږدو کسانو د درملنې بهير بشپړ شي.

سميع الله چې د هغه په خبره د اقتصاد په څانګه کې د ماسترۍ سند لري، د ابن سينا په  مرکز کې تر درملنې لاندې دى.

دی وايي چې د وزګارتيا او روحي فشار په دلیل یې نشه يي توکو ته مخه کړې ده.

هغه له ځوانانو څخه غواړي چې په هېڅ راز شرايطو کې نشه يي توکي ته مخه و نه کړي

د سميع الله د کورنۍ غړي چې له هغه څخه جلا شوي وو، اوس بېرته راغلي دي او د روغتيا په تمه یې دي.

د ابن سينا د درملنې مرکز د روږدو کسانو د درملنې يواځېنی مرکز نه دی او په پايتخت کې درې نور مرکزونه هم د روږدو کسانو په درملنه بوخت دي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته