روغتیا

په کابل کې د جنت ګل خان نسایي ولادي روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې

٢٤- کابل \ د غویي1٤مه \ باختر د کابل ښار د ١٢مې ناحیې اړوند څرخي پله په سیمه کې د جنت ګل خان د نسایي ولادي روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه روغتون چې په ملي ستندرد برابر او په ټولو اړینو  وسایلو به سمبال وي، په ۳۱۰۱ مربع متره مساحت ځمکه کې په درېو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي؛ ياد روغتون د دوو جلا برخو ( ایمرجنسي او بستري ) په درلودو سره به ۳۰ بستره او نورې اړوند روغتیايي څانګې ولري، چې اوسمهال یې د کېندنې کارونه پیل او په چټکې پرمخ روان دى.
دغه روغتون چې یوه ټولګټه پروژه ده، په جوړېدو سره به یې د سیمې د سلګونو اوسیدونکو روغتیايي ستونزې حل شي.
د یاد روغتون ټول مالي لګښت چې (۲۳۸،۲۴۳،۰۰۰) افغانۍ اټکل شوی چې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کېږي او ودانیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت اړوند د افغاني ودانیز شرکت له خوا پلې، چې د ۲۶ کاري میاشتو په اوږدو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته