تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د دولتي ورځپاڼو خپرونو ته يوه کتنه

کابل / د تلې١٧مه / باختر:
په کابل کې يو شمېر محدودو غير دولتي ورځپاڼو په بېلابېلو سياسي او پوځي مسئلو بحث کړى او په سيمه او نړۍ کې د روانو پېښو په اړه يې خبرونه او راپورونه خپاره کړي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغو ورځپاڼو د خپرونو په باب يو رپوټ چمتو کړى دى.
د”اطلاعات روز” ورځپاڼه ليکي، د امريکا له وتلو او د افغانستان له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره د امريکا او طالبانو استازي په دوحه کې سره ګوري، ليکلي دي.
د رويټرز خبري آژانس د دوو جګپوړو امريکايي چارواکو په حواله ويلي چې د متحده ايالاتو يو پلاوى د قطر په دوحه کې د طالبانو له جګپوړو استازو سره ګوري.
دا غونډه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له لوري د نيولو راهيسي د لوړ پوړو چارواکو لومړنۍ مخامخ غونډه ده او ټاکل شوې ده نن او سبا ( شنبه او يکشنبه) په دوحه کې جوړه شي.
د٨ صبح ورځپاڼې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي په کندز کې د داعش له لوری پر لمونځ کوونکو وژونکى بريد د بشر له حقوقو څخه سرغړونه وبلله او ليکلي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په کندز کې پر لمونځ کوونکو مرګانۍ بريد غندلى او ويلې يې دي چې د ملکيانو وژنه له بشري حقوقو څخه سرغړونه ده او د داعش ډلې هم د دې بريد مسووليت پرغاړه اخيستى دى.
ويل کېږي په بريد کې څه ناڅه ٥٠ ملکيان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته