خبرونهامنیت

په کابل کې د دووماينونو چاودنې د سرزيان نه درلود

٣٤- کابل/ د مرغومي١٠مه / باختر
د کابل ښار په څلورمه او اتمه ناحيه کې د مقناطيسي ماينونو چاودنې د سر زيان نه درلود.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبريال ته وويل؛
نن سهار د څلورمې ناحيې په کلوله پشتې ساحه او د اتمې ناحيې په ٢ سوه فاميلو سيمه کې پر دوو رنجر موټرونو د مقناطيسي ماينونو چاودنې وشوې چې د سر زيان يې نه درلود خو مالي زيانونه يې اړولي دي.
پاى \سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته