خبرونهامنیتTOP

په کابل کې د ماین چاودنه وشوه

کابل / د مرغومي ۲ / باختر
د کابل ښارپه اوومه ناحیه کې نن د یومقناطسي ماین په چاودنه کې یوشمېرکسان ووژل شول.
د عیني شاهدانود څرګندونوله مخې، نن سهارپه ۷ بجواو ۳۳دقيقوکې د کابل ښار د اوومې ناحیې په دوغ آباد سیمه کې په یوکرولا موټرکې مقناطسي ماین ځای پرځای شوى و، وچاودېد د دغې پېښې د سر د زیانونو په اړه دقیق اطلاعات نشته.
امنیتي سرچېنې د یوتن د وژل کېدو او عیني شاهدان د څلورو تنو د وژل کېدواو د څو تنو نورو د ټپي کېدو خبرورکړی دی چې په قربانيانو کې ښځې هم شته.
په څه نا څه تېرو ٢٤ساعتونو کې دا په کابل کې دویمه تروریستي پېښه ده.
پرون په پغمان کې په ځانمرګي برید کې یوتن ووژل شو.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته