خبرونهامنیت

په کابل کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې د سر زیان نه دی اوښتی

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د کابل ښار په شپږمې ناحیې پورې اړوند شورا سړک کې نن سهار په یو پرواډو موټر کې د مقناطسي ماین په چاودنه کې د سر زیان نه دی اوښتی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل: نن سهار ۷ بجې او ۳۷ دقیقي د کابل ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتوکې پر یو پراډو موټر د مقناطسي ماین چاودنه وشوه او موټر یوڅه ویجاړ شو.
له څو میاشتو راپدېخوا په هېواد کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته