خبرونهامنیتټولنه

په کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله ونیول شوه

کابل/ د مرغومي ۲۷مه/ باختر
د کابل د دیارلسمې حوزې منسوبینو په ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو حرفوي غلو څلور کسیزه ډله نیولې ده. د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې نیول شویو غلو د کوچنیو او لویو غلاوو په څه باندې ۴۱ قضیو کې په ځانګړې توګه د کورونو د لوټ، د وسایطو د غلا او همدارنګه د موبایل او نقدو پیسو په غلا کې لاس درلود. د یادونې وړ ده چې له دوی څخه یو عراده موټر او یو میل وسله هم ترلاسه شوي ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته