خبرونهامنیت

 په کابل کې د يوجرمي شبکې  غړي  ونيول شول

کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر

د جمهوري رياست لومړى مرستيال په کابل کې د يوې  جرمي شبکې د غړو  د نيولو خبرورکړ اوويې ويل  چې دغه شبکه  زياتې جرړې  لري او ډير ژر به خلک د دغې تباه کارې غړي له کارونو خبر شي.

د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د جمهوري رياست لومړى مرستيال امر الله صالح نن سهار په  امنيتي غونډه کې د دغې شبکې د نيولو يادونه وکړه .

هغه وويل پوليسو په تېرو٢٤ ساعتونوکې يوه جرمي شبکه چې انسان تښتوني کول ، څو تنه  غله او لوتماران  د کابل ښار له مربوطاتوڅخه نيولي دي .

د جمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز څرګنده کړه چې  د پنځمې حوزې  پوليس  بريالى شوي دي يوه جنايتکاره ډله چې زياتې جرړې لري اود موټرو په غلاو اولوټولو کې لاس لري تثبيته کړې ده .

موږ د دغه بانډ جوړښت او شجره  اوس  په لاس کې لرو او ډير ژربه له خلکو سره شريک کړى شي .

په نننۍ غونډه کې  امر الله صالح  د ښاري ګزمو د فعاليتونو يادونه وکړه او ويې ويل  چې  ښاري انضباط او د پوليسو  او د ملي امنيت  ګډې ګزمې له مصادره شويو موټرو اوځانګړو لمبرپليټونوخخه په استفادې سره  خپل کار پيل کړى دى چې تراوسه پورې  له قانون ماټونکو څخه يې په سلګونو بې سنده موټرونه کشف اوترلاسه کړي دي او د پوليسو اود ملي امنيت د ځواکونوپه واک کې ورکړل شوي دي.

ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته