خبرونهامنیت

په کابل کې د چاودنې له امله چا ته زيان نه دى اوښتى

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
امنيتي مسوولين وايي چې نن سهار د کابل ښار د ١١ ناحيې په مربوطاتو کې پر يو لنډګروزر موټر د ماين چاودنه وشوه چې چا ته زيان نه دى اوښتى.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نن سهار د ۱۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د ١١ ناحيې د نهضت ښوونځي په کوڅه کې پر يولنډکروزر موټر د ماين چاودنه وشوه، خو چا ته زيانه نه دى اوښتى.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په ۷ بجو او٣٧ دقيقو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو د سپرلۍ پراډو ډوله موټر هم د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې د مقناطيسي ماين چاودنه وشوه چې مرګ ژوبله یې نلرله.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته