خبرونهامنیت

په کابل کې مهمات او پوځي تجهیزات ترلاسه شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
پولیسو نن سهار د کابل ښار په ۱۳مه ناحیه کې د ګذر یو وکیل د مهماتو او پوځي تجهیزاتو د ساتلو په تړاو ونیو.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل: له دغه وکیل څخه دوه کلاشینکوفونه، یوه اندازه پوځي تجهیزات او مهمات ترلاسه شوي دي. له دغه وکیل څخه تحقیقات دوام لري چې دغه مهمات له کوم ځایه ترلاسه کړي دي او په کومه موخه یې ساتل.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته