خبرونهامنیت

په کابل کې يو تن د ماين په چاودنه کې ټپي شو

۱- کابل / د مرغومي ۱۵مه / باختر
د کابل ښار په اتمه ناحيه کې پر يوې پوځي واسطې د لګول شوي مقناطيسي ماين په چاودنه کې يو تن ټپي شو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پېښه نن سهار ۷ بجې او ۱۵ دقیقې د کابل ښار د اتمې ناحيې په مارکېټ ساحه کې رامنځته شوه چې له امله يې يو پوځي ټپي شو.
د شنبې په ورځ هم د کابل ښار په پنځلسمې ناحيې پورې اړوند معيوبينو ښارګوټي ته څېرمه ورته پېښه رامنځته شوې وه چې مرګ ژوبله يې نه درلوده.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته