کابل / د ليندۍ ١۴مه / باختر
اسلامیک ریلیف نړیوالې موسسې په کابل کې له ١٢٠۵ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ اسلامیک ریلیف نړیوالې موسسې د مهاجرینو او راستېدونکو چارو وزارت په همغږۍ، په کابل کې له ١٢٠۵ اړو او مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
يادې کورنۍ چې مخکې سروې شوې وې؛ ٦٠٢ يې د کابل په خاکجبار ولسوالۍ او ٦٠٣ نور يې د دغه ولايت په سروبي ولسوالۍ کې وې.
په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ٦٠ کیلو اوړه، ٢٩ کیلو وریجې، ٦ کیلو بوره، ٦ لېتره غوړي، ١٤ کیلو دالنخود او یوه کیلو مالګه ووېشل شوه.
وهاج