خبرونهامنیت

په کابل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

۳- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
کابل ښار له یوې ورځې دمې وروسته نن یوځل بیا د یوې تروریستي پېښې شاهد و چې له امله یې درې تنه ټپیان شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه پېښه نن سهار په ۸ بجو او ۱۵ دقیقو، په اتمې ناحیې پورې اړوند د شاه شهید په درېم سړک کې رامنځته شوه.
چاودنه د یو مقناطیسي ماین زېږنده وه چې په یو دولتي لنډکروزر موټر کې ځای پر ځای شوی و.
د کابل پولیسو په یاده پېښه کې د درېو تنو ټپي کېدل تایید کړي دي، خو عیني شاهدان وایي چې په چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
دا چې موټر په کوم دولتي بنسټ پورې اړوند و او ټپيان څوک دي؟ تراوسه یې په اړه معلومات نشته.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته