امنیت

په کابل کې یو غل نیول شوی او یو بل وژل شوی دی

– کابل / د تلې ۲۵ مه / باختر
په کابل کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې په اوولسمه حوزه کې یې یو غل نیولی او یو بل پر امنیتي ځواکونو ‌ډزې کړې چې په پایله کې یې غل وژل شوی دی.
د کابل له امنیې قومندانۍ څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نښته کې یو سرتېری هم ټپي شوی؛ خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې په ورته وخت کې د تېر دولت یو کار کوونکي ۶۳۰ د پيکا او٦٠ د کلاشينکوف مرمۍ، ٣٩ لاسي بمونه او ۳ زغروال واسګټونه ۱۷ حوزې ته تسلیم کړي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته