ټولنه

په کابل کې ۵۰۰ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر

د کابل ده سبز ولسوالۍ محمديه ښارګوټي کې ۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د يادې موسسې رييس محمد عالم شهاب وايي چې افغانان ډېر غيرتي ولس دی او نړيوال دې د بنديزونو په نامه دوی نه ننګوي. هغه يو ځل بيا پر نړيوالو غږ وکړ چې د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د هغه په وينا؛ په ننيو مرستو کې 18 کيلو وړه، ۵ ليتره غوړي, ۷ کيلو وريجې،5 کيلو بوره، 5 کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.

په همدې حال کې د کابل کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس قاري عبدالمتين رحيمزی وايي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چې ټولو اړمنو هېوادوالو ته په شفاف ډول مرستې ورسوي.

هغه زياتوي چې د کابل په ټولو ناحيو او ولسوالیو کې د سروې ټيمونه کار کوي چې اړمن هېوادوال په نښه او مرستې پر وخت ورورسول شي.

د يادونې وړ ده چې په دغه ښارګوټي کې د ۳۴ ولايتونو بې وزله هېوادوال ژوند کوي چې نن يې له یو شمېر بې وزلو سره مرستې ترسره شوې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته