ټولنه

په کابل کې 500 اړمنو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
په کابل کې 500 اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د یادې موسسې ریيس محمد عالم شهاب وايي چې د دوی اداره له کلونو راهيسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي او په راتلونکي کې هم دغه ډول مرستو ته ژمنه ده.
هغه پر نړيوالو يو ځل بيا غږ وکړ چې د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د افغانانو سره دې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د هغه په وينا؛ په ننيو مرستو کې وړه، غوړي، وريجې، بوره، لوبيا او چای شامل دي چې د يوې کوچنۍ کورنۍ لپاره نږدی يوه مياشت بسنه کوي.
په همدې حال کې د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریيس قاري عبدالمتين رحيمزي له نورو موسسو او خېريه بنسټونو وغوښتل چې د یادې موسسې په څېر له اړمنو کورنيو سره خپلې مرستې زياتې کړي.
هغه بې وزلي د تېر نظام ميراث وباله او ژمنه يې وکړه چې د لوی الله (ج) په مرسته به يې پای ته رسوي.
د رحیمزي په وينا؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چې ټول بې ځايه شوي کډوال خپلو اصلي مېنو ته ستانه کړي او اړمنو هېوادوالو ته پر وخت مرستې ورسوي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته