خبرونهښوونه او روزنه

په کاپيسا کې د دوو ښوونځيو ودانۍ پرانیستل شوې

۲۵- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
د کاپيسا د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوالۍ د قلعه مير پفدم د نجونو او د نجراب ولسوالۍ د زکريا خېلو د هلکانو لېسو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کاپيسا د پوهنې رييس عبدالعليم عيار باختر آژانس ته وويل چې د یادو ښوونځيو ودانۍ له نورو ضروري ملحقاتو سره یې ۱۰ درسي خونې لري چې د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت له بودجې څخه د ۵۰ میليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي.
هغه وويل چې دغه ودانۍ به د درسي ټولګيو د کمښت له پلوه د څه د پاسه زرو زده کوونکو ستونزې لرې کړي.
ختم-شکريه- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته