٢٦- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د کاپيسا د کرنې اوبو لګولو اومالدارى رياست وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د ښځو لپاره د زعفرانو پنځه نمايشني قطعې جوړې شوي دي.
د کاپيسا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس باختراژانس ته وويل چې دغه رياست د دغې نمايشي کروندې په خاطر د زعفرانو ٥٠٠ کيلوګرامه پياز په کروندګرو ښځو ويشلي وو.
هغه زياته کړه اويا تنه کروندګرې ښځې هم د زعفرانو د کرکيلي او رواجولو د څرنګوالي په برخه کې روزل شوي دي.
ختم_شکريه_اکرم
3 د یوې دقیقې څخه لږ