روغتیا

په کاپيسا کې د کرونا تشخصيه مرکز پرانيستل شو

کابل /د لړم ١١مه /باختر
دکويد ١٩ د پي سي ار دستګاه يا تشخيصيه مرکزد کاپيسا په مرکزمحمود راقي کې د استفادې وړ وګرځېد.
د کاپيسا دعامې روغتيا رييس نيازمحمد مخلص د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه روغتيايي مرکز د سويډن کمېټې د٢٠٠ زرو امريکايي ډآلروپه لګښت د کاپيسا دعامې روغتيا رياست په واک کې ورکړى دى .
دهغه دڅرګندونوله مخې؛ په کاپيسا کې د پي سي ار دستګاه يا د کويد ١٩ تشخيصيه مرکز د کرونا ويروس د تشخيص په خاطر د کاپيسا دعامې روغتيا رياست په همکارۍ فعال شوى دى.
د کاپيسا والي مولوي محمد الله ادريس د مرستندوي موسسې اود کاپيسا د عامې روغتيا رياست له مسوولينو څخه په مننې سره وويل چې سيمه ئيزه اداره هوډمنه ده چې ټولې ستونزې په تېره بيا روغتيايي چلنجونه وڅيړي اوپه دې برخه کې همکارو موسسو ته ډاډ ورکړچې ټولې لازمې اسانتياووې برابروي.او له هغوى څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې مرستې زياتې کړي.
د افغانستان لپاره د سويدن کمېټې د ساحوي دفتر مسوول محمد فاروق سهاک د پوهنې او روغتيا په برخه کې د دغې کمېتې د فعاليتونو په بيانولو سره ژمنه وکړه چې د کاپيسا د روغتيايي مسوولينوترڅڼګ د روغتيايي خدمتونود وړاندې کولوپه خاطرهلې ځلې کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته