کابل/ د مرغومي ٢٣مه / باختر:
د “ډي آر سي موسسې” پرون د تګاب او نجراب ولسواليو او د کاپيسا ولايت د کوهستان د لومړۍ برخې پر٣١٧ زيانمنو شويو کورنيو نغدي مرسته وويشله.
د کاپيسا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس مولوي عبدالمتعال حقاني باخترآژانس ته وويل؛ پر دغو کورنيو پر هرې کورنۍ ٣٢ زره افغانۍ نغدي مرسته وويشل شوه.
هغه زياته کړه ، د مقام مشرتابه او کډاولو اداره هلې ځلې کوي چې په کاپيسا ولايت کې اړو کورنيو ته زياتې مرستې برابرې کړي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په کاپيسا کې سلګونه بېځايه او زيانمنې شوي کورنۍ له ورته مرستو د “يو ان ايچ سي آر” او نورو مرستندويه ادارو له لورې برخمنې شوې دي.
\ ذ