ټولنه

په کاپيسا کې سلګونو کورنيونغدې پيسې ترلاسه کړې

کابل /دتلي ٢٠مه /باختر
د مهاجرينوپه چارو کې د ملګروملتوسازمان کميشنرى نن په کاپيسا کې له ٥٠٠کورنيو سره د نغدو پيسومرسته وکړه .
د کاپيسا د مهاجرينو د راستنولوچارو رييس محمد قسيم ملکزاده باختراژانس ته وويل: په دغه ولايت کې د مهاجرينو په چاروکې د ملګروملتوسازمان د کميشنرى دفترنن له ٥٠٠ راستنېدونکو او بېحايه شويو کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه .
ملکزاده زياته کړه، په هرې کورنى د اسلامي امارت د سيمه ييزو مسوولينو په وړاندې ١٩٥ ډالره وويشل شول.
دا مرستې دکويد١٩ له پروګرام څخه دي دا په کاپيسا کې په روان کال کې له بېحايه شويوکورنيو سره د نغدي مرستو اوومه دوره ده
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته