کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر
د وسله والو طالبانو په لسګونو غړي نن د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ملي امنيت ٠١ قطعه وايي د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د دغې قطعې د منسوبانو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو د ډلې د ٦ سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون په لسګونو وسله وال طالب جګړه ماران ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ٥ ټانکونه او څو موټر سايکلونه چې بمونه پکې ځاى پرځاى شوي و او نيت يې درلود چې په ځانمرګو بريدونو کې ورڅخه استفاده وکړي هم کشف شول.
ويل کېږي د ملي امنيت ٠١ قطعې منسوبانو په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو ٤ پټنځي هم له منځه وړي دي.
\ ذ