خبرونهټولنه

په کاپيسا کې لسګونوبېځايه شويوکورنيونغدې پيسې ترلاسه کړې

کابل /دليندې ٤مه /باختر

د دي ار سي موسسې په کاپسا کې  له ٧٩ بېځايه شويوکورنيوسره د نغدو پيسو مرسته وکړه.

د کاپيسا د مهاجرينود راستنولوچارورييس محمد قسيم  ملکزاده وويل: د دي ارسي موسسې په ٧٩ بېځايه شويوکورنيو چې پخوا سروې شوې وو، په هرې کورنى ٢٨٠٠٠ افغانۍ نغدې پيسې وويشلې.

هغه زياته کړه په کاپيسا کې د اسلامي امارت سيمه ييز مسوولين هلې ځلې کوي چې له مرستندويو موسسوڅخه زياتې مرستې جلب  کړي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته