ټولنه

په کاپيسا کې يو نيم کيلومتره سړک به ډېر ژر ګټې اخستنې ته وسپارل شي

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په کاپيسا کې د څه د پاسه يو نيم کيلو متره سړک د جوړولو کار بشپړېږي.
د کاپيسا د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه سړک د جوړولو کار د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت له بودجې څخه د ١٨ ميليونوافغانيو په لګښت د کاپيسا په مرکز ديرستان کلي کې ګټې اخستنې ته سپارل کېږي.
د يادونې وړ ده چې د دغه سړک په بشپړېدو د سيمې د خلکو د ترانسپورتي ستونزو زياته برخه به حل شي.
ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته