ټولنه

په کاپيسا کې ٢٥٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د تلې١٣مه / باختر:
د افغانستان اسلامي امارت په کاپيسا کې پرون پر ٢٥٠ اړو کورنيو خوراکي توکي وويشل.
د کاپيسا له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست سرپرست محمد شريف امين باخترآژانس ته وويل: ياده مرسته د دغه ولايت د مقام په لارښوونه د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې پر ٢٥٠ اړو کورنيو وويشل شوه.
هغه زياته کړه، پر هرې کورنۍ٥٠ کيلو اوړه، ٥ ليتره غوړي، ١٠ کيلو بوره ، ١٠ کيلو لوبيا، ٧ کيلو مالګه او يو کيلو چاى د ياد ولايت د والي محمدالله ادريس او د يو شمېر ادارو د مسوولانو په شتون وويشل شول.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته