خبرونهټولنه

په کاپیسا او پروان کې سلګونو اړوکورنیو خوراکي  توکي ترلاسه کړل

کابل / د وږي ۲۶ / باختر

د نړۍ د خوړو سازمان په کاپیسا او پروان کې له سلګونو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دغه کورنۍ د وچکالۍ ، کرونا ویروس او وزګارتیا له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي او مرستوته اړتیا لري.

دغه مرستې د کرنې وزارت په همغږی پر اړو کورنیو ووېشل شوې.  د نړۍ د خوړو سازمان استازی د کرنې وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ددې سازمان د هڅو په اړه خبرې وکړې ترڅو خپل فعالیتونه پراخ  او اړو کورنیو سره مرسته وکړي .

مولوي عبدالرحمان راشد د نړۍ د خوړو له سازمان څخه د دوی د مرستو د پراخولو غوښتنه وکړه او ويې ویل، چې دغه مرستې باید په  شفافیت ډول پر ټولو اړو کورنیو ووېشل شي .

\ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته