کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
په کاپيسا کې درې تنه پرون د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول شول.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر يو مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان د کاپيسا دکوهستان د لومړۍ برخې له ولسوالۍ څخه له ٤٤ کيلوګرامه اپينو، دوه کيلوګرامه چرسو او ۵۰۰ ګرامه شيشې سره ونيول شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له دغو کسانو څخه يو غلا کړى شوي کرولا موټر هم ترلاسه شوي دي چې نن خاوند ته يې وسپارل شو.
ختم –ج -ا
4 د یوې دقیقې څخه لږ