ټولنه

په کاپیسا کې د موټرو د تګ راتګ د یوه پله د جوړولو کار پیل شو

محمود راقي/دوري۱۶ /باختر
په کاپيسا کې پرون د موټرو د تګ راتګ د یوه پله د جوړولو کار پیل شو .
د کاپیسا د والي مرستیال باختر آژانس ته وویل چې دغه پل ۳۹ متره اوږدوالی او اووه متره سور لري چې د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت له بودجې څخه د دولسو میلیونو افغانیو په لګښت ،د کاپيسا په مرکز د قول بابه کره تاز په کلي کې په یوه میاشت کې جوړېږي.
د یو بل خبر له مخې، پولیسو په کاپیسا کې یو سړی د وژنې په تور ونیوه . د کاپیسا پولیس وایي چې نیول شوى سړى څه موده مخکې د دغه ولایت یو اوسیدونکی وژلی و. پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته