ټولنه

په کاپیسا کې په سلګونو زیانمنو شویو کورنیو خوراکي توکي تر لاسه کړل

– محمود راقي / د سلواغۍ / ۲۸ / باختر
څه د پاسه ٣٠٠ کورنیو چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي نن په کاپیسا کې خوراکي توکي تر لاسه کړل.
د کاپیسا د افغاني سرې میاشتې د ټولنې له طبیعي پیښو سره د مبارزې مدیر عبدالتواب دلسوز د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغو موادو کې اوړه ، غوړي ، وریجې ، چای، بوره ، مالګه او بسکویت شامل دي چې په لومړۍ او دویمه برخو په ولسوالیو او د دغه ولایت په مرکز کې مستحقو کورنیو ته وویشل شول .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته