امنیت

په کاپیسا کې یو قومي مشر ووژل شو

٣٥- کابل / د سلواغی ۱۴ / باختر
په کاپیسا کې پرون یوقومي مشرفضل ربي ووژل شو.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش باخترآژانس ته وویل چې د ولسي پاڅون کوونکي غړی دغه قومي مشر د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ډزو سره وواژه.
هغه وویل چې قاتل له ساحې څخه تښتېدلی دی او تراوسه د دغې پېښې په اړوند څوک نه دى نیول شوى.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته