امنیت

په کاپیسا کې ۴ پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د غویي ۲۵مه / باختر
په کاپيسا کې د ماين په چاودنه کې يو پوځي شهید شو او درې نور یې ټپيان شول.
دغه چاودنه په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو د سپرلۍ پر کاروان وشوه.
د کاپيسا يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې افغان ځواکونو په تګاب کې د څو پوستو له اکمالاتو وروسته غوښتل محمودراقي ښار ته راستانه شي چې د دوى د سپرلۍ پر موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه تاييد کړ چې په دې چاودنه کې يو پوځي شهيد شوى او درې نور یې ټپيان شوي دي.
تراوسه د دغې چاودنې مسووليت هېچا نه دى منلى.
دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې په افغانستان کې د اختر په درېو ورځو کې اوربند اعلان شوى دى.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته