محمود راقي /دغبرګولي ۹/ باختر
د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې په یو واده د هاوان ماين د لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦ ملکي وګړي ووژل شول او ١٠ نور يې ټپیان شول .
د کاپيسا دامنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش با ختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د تګاب ولسوالۍ په انارجوی سیمه کې نښتې دوام درلود .
هغه وویل چې دهاوان ماين د طالبانو له سنګرونو توغول شوى دى .
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي .
پای شکریه
1 د یوې دقیقې څخه لږ