ټولنه

په کجکي بند کې د اورښتونو او د اوبو د کچې زیاتوالی

کابل / د مرغومي / ۱۹ / باختر
د اورښتونو د زیاتوالي له امله په کجکي بند کې د اوبو کچه زیاته شوې ده.
په هلمند ولایت کې د کجکي بند د اوبو برېښنا له دوو اصلي بندونوڅخه دی چې د هیرمند سیند پرمخ جوړشوی دی.
دغه بند د برېښنا د تولید درې توربینونه لري چې ظرفیت یې ۵۱.۵ میګاواټو ته رسېږي، له دغه بند څخه ۱۸۰۰ کیلومترمربع په وچو ځمکو او د برېښنا په تولید کې استفاده کېږي.
دغه بند د هلمند ولایت او د افغانستان په جنوب کې د نورو ولایتونو د ځېنې برخې د برېښنا اصلي تامنیوونکی دی.
د دغه بند لوړوالی ۱۰۵۲ متر، سوریې ۲۷۰ متراو ظرفیت یې څه نا څه ۱۸۰۰ میلیونه مترمکعب دی ، د دغه بند د اوبو بهیر ۵۰۰ کیلومتره ښکته د سمیې په کړنیزو کانالونوکې جریان لري.
د اورښتونوپه زیاتوالي سره په افغانستان کې په دې وروستیوورځوکې په کجکي بند کې اوبه زیاتې شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې په دوو ورستیو کلونو او د وچکالی او د اورښت د کموالي له امله د کجکي بند د اوبوکچه کم شوى و.
د کجکي بند یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې د تېرو څو ورځو په بهیرکې د کجکي بند د اوبوکچه له ۴۷ متروڅخه ترڅه ناڅه ۵۰ متروته زیات شوى دى.
هغه د افغانستان په جنوب کې د احتمالي اورښتونو دوام ته په پاملرنې سره وايي چې د دغه بند اوبه به ۷۷ متروته ورسېږي.
د هلمند او ګاوندي ولایتونو یوشمېربزګرانو د کجکي بند د اوبوله زیاتېدوڅخه خوښ دي او هغه یې د خپل کرکیلې او کارد سمون سبب بولي.
د هلمند ښاریانو او دهغه ګاوندیو کورونولا هم وخت ته اړتیا لري چې د برېښنا د پایواو د وروستیوسیلاونواو اورښتونو د نړېدو له امله د اړتیا وړ برېښنا ترلاسه کړي.
د هلمند د بريښنا شرکت مسوولین وايي د ویجاړو شویوپایواو مزو په ترمیمولوکاردوام لري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته