خبرونهروغتیا

په کرونا ويروس ٧ تنه نور اخته کسان مړه شول

٤٧- کابل / د لړم٢٨مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېوادکې په کرونا ويروس د ٧ تنو اخته کسانو د مړينې او د کرونا ويروس د ٢٤٣ نويومثبتو پېښو د ثبتولو خبرورکوي.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په کرونا ويروس د نويو اخته کسانو په ثبتولو سره په هېوادکې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ٤٣٩٢٤پېښو ته ورسېد.
دغه راز د کرونا ويروس له امله د ٧ تنوپه مرينې سره د قربانيانوشمېر ١٦٤٥تنو رسيدلى دى او د روغو شويو کسانوشمېر ٣٥٢٥٩ تنو ته رسيدلى دى .
د عامې روغتيا وزير ډاکتر احمدجواد عثماني له خلکو وغوښتل چې د کرونا د خطرناکې ناروغى د مخنيوي په خاطر روغتيايي لارښووني مراعات کړي.
د ماسک کارول، د واټڼ رعايتول، د لاس ورکولو او ښکلولو مخنيوى د کرونا ويروس د مخنيوي اساسي روغتيايي لارښوونې دي .
په ورځ کې څوځلې د لاسونو پريمنځل ، د بې موردو غونډو مخنيوى اود کرونا ويروس له خپريېدو سره په مبارزه کې د نړيوال روغتيايي سازمان د خبرداريو په پام کې نيول له موږ سره مرسته کوي چې د دغه ويروس له خطر څخه ځان او نور کسان وژغورو.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته