ورزش

په کندزکې د فوټبال سيالۍ پاى ته ورسېدې

کابل/د ليندې ١٣مه /باختر
په کندزکې د فوټبال سيالى چې شل ورځې مخکې پيل شوې وې پرون پاى ته ورسېدې.
د کندز ورزشي آمر محمد قيوم رحيمي باختراژانس ته وويل: د فوټبآل دغه سيالى د روان کال د لړم په٢٢ نيټه د کندز د مرکزد لسو الف ټيمونو ترمنځ د اړونده فدراسيون له خوا اود ورزش ادارې په همکارى پيل شوې وې.
د کندز ورزشي امر زياته کړه چې د دغوسياليو پايلوبه دستاره ها او د اميد واحدي د ټيمونوترمنځ وشوه چې دستاره ها ټيم وکولاى شول د صفرپه وړاندې په دوو سره د اميد واحدي تيم ته ماتې ورکړي او لومړى مقام وګټي .او د اميد واحدي ټيم دويم مقام ترلاسه کړ.
د کندز ورزشي آمر د دغو سياليو د ترسره کولو هدف د کندزد ځوانانوترمنځ د فوټبآل وده او ځوانان ورزش ته هڅول اوله نشه يي توکو څخه لرې والې وباله .
د يادونې وړ ده چې د دغوسياليو په پاى کې د لومړى او دويم مقام ګټونکو ټيمونو لوبغاړې د فدراسيون اود ورزش د ادارې له خوا وستايل شول.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته