ورزش

په کندزکې د وزلوبې سيالى پيل شوې

کابل /دلړم ٣٠مه /باختر
د کندز د چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالى پرون پيل شوې.
د کندز ولايت ورزشي آمر محمد قيوم رحيمي د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ د کندز په کچه د مشهورو پهلوانانو ترمنځ د کندز د سردورې په ورزشي لوبغالۍ کې ترسره شوې.
رحيمي زياته کړه، دغه سيالۍ د دوه ورځو لپاره د وزلوبې د فدراسيون اود کندز د ورزشي ادارې له خوا د يوشمېر ورزش دوستو سوداګرو په مالي ملاتړپيل شوي دي.
د کندز ورزشي آمرزياته کړه چې دغه سيالۍ د خط اوبيرغ په سيستم دى اوهرچاپ انداز چې په خپله ګټه هغه ترلاسه کړي د آس د خاوند او د سرپايه دار له خوا ورته نغدي سوغات ورکول کېږي.
هغه وويل چې د دغوسياليو د ترسره کولو هدف د پهلوانانو چمتوالى اوملي سياليوته د هغوى دلارې موندنې په خاطر دى.
د وزلوبې سيالۍ هرکال د ژمي په درشل کې د کندز ولايت د چاپ اندازانو په ګډون ترسره کيېږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته