ورزش

په کندزکې د ووشو سيالى ترسره شوې

کابل /د لړم ٢مه /باختر
د کندز او تخار د ورزشکارانوترمنځ د ووشو سيالى پرون د کندز په لوبغالي کې ترسره شو .
د کندز ولايت ورزشي آمر محمد قيوم رحيمي د بآختراژانس خبريال ته وويل: دغه سيالى د سپين زر په ورزشي لوبغالې کې د ٤٤ تنو ځوانانو او تنکيو ځوانانوپه دوو برخوکې ترسره شوې.
د دغوسياليو د نندارې لپاره د ورزشي امريت پر مسوولينوبرسيره د فدراسيونونو مسوولينو ،ښوونکو او د ووشو لوبې په سلګونومينه والو په لوبغالي کې ګډون درلود.
رحيمي د دغوسياليو د ترسره کولو هدف د تخار اوکندز د ولايتونوترمنځ د دوستي اړيکو د ټينګښټ او د ووشو ورزش وده وبلله .
د سياليو په پاى کې ممتاز او اتل ورزشکارانو ته د کندز د مسوولينو له خوا نغدي سوغاتونه ورکړل شول.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته