روغتیا

په کندزکې د پوليو په اړه د پوهاوي ورکولو ورکشاپ پاى ته ورسيد

کابل /د لېندۍ ٢٤مه /باختر
د پوهاوي ورکولو روزنيز ورکشاپ چې د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلوپه خاطر د يونيسف دفتر له خوا د شمال ختيځي حوزې خبريالانوته جوړ شوی و پرون پاى ته ورسيد.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې ورکشاپ کې د يونسف دفتر مسوولينو له خبريالانو وغوښتل چې د پوليو ناروغۍ د ناوړو پايلو په اړه خلکوته پوهاوی ورکړي.
د يونسف د دفتر مسوولين وايي چې په نړۍ کې د دغه خطرناک ويروس پرخلاف مبارزه له کلونو وروسته له نيکه مرغه دغه ناروغۍ په نړۍ کې له منځه تللې ده ؛ خو اوس هم پاکستان او افغانستان ګواښوي چې اوس مهال په افغانستان کې د پوليو٤مثبتې پيښې ثبتت شوې دي چې درې پيښې یې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې دي.
له بله پلوه په دې ورکشاپ کې يوشمېر برخه والو خبريالانو د يونيسف له دفترڅخه په قدردانۍ سره وويل چې دوى تل د پوليو ناروغۍ په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړى دى او اوس هم له پخوازيات به په دې برخه کې د يونيسف له د فتر سره همکاري وکړي.
دغه ورکشاپ په داسې حال کې جوړشو چې همدا اوس د پوليو واکسين دتطبیق سراسري کمپاين په هېواد کې پيل شوى دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته