اقتصاد

په کندزکې د ګرځنده پلورنکو لپاره د غرفو د درولو او وېشلو بهیر پیل شو

کابل / د لیندی ۱۱ / باختر
د کندزښاروالۍ د دغه ښار د نمک بازار، چیني پلورنې او کنجاړه بازار په سړکونوکې ګرځنده پلورونکوته د غرفو د درولو او وېشلو بهیر پرون پیل کړ.
د کندزښاروال مولوي الیاس باخترآژانس ته وویل چې دغه پروګرام د ګرځنده پلورونکو د فعالیت د خوندي کولواو د ښار د نظم او ښکلا په خاطریومهم ګام بلل کېږي.
هغه زیاته کړه چې د دغوغرفو په وېشلوسره د ښارد واټونو د نظم د برابرولوترڅنګ یوشمېرکسانو ته د کار زمینه هم برابرېږي او دغه راز د کندز ښاروالۍ ته د عوایدو سرچینه هم برابرېږي.
دغه پروګرام چې د ګرځنده پلورونکوله استازو او د ترافیکو له پولیسوسره په مشورې ترسره شوی دی ، په بشپړېدو سره یې ټاکل شوې ده څه دپاسه ۱۶۰۰ غرفې په دغو واټونوکې په ګرځنده پلورونکو ووېشل شول.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته