ټولنه

په کندزکې سلګونو بېځايه شويوکورنيو نغدې پيسې ترلاسه کړې

کابل /د ليندې ١٦مه /باختر
د(دبليو او دبليو) موسسې دملګروملتو سازمان د يو-ان- اچ- سي- ار په مالي ملاتړپه کندزکې له ٧٧٠ بېوزلو اوبېځايه شويو کورنيوته نغدې پيسې وويشلې.
د کندزد مهاجرينود راستنولو د چارو رييس مولوي عبدالولي محمدي باختراژانس ته وويل چې دبليو او دبليوموسسې د ملګروملتوسازمان د يو- ان- اچ- سۍ- ار په مالي ملاتړ ٣٨٥زره ډالره په ٧٧٠ بېوزلو اوبېځايه شويوکورنيو په کندزکې وويشل .
دهغه د څرګندونوله مخې؛ دغې موسسې په هرې کورنى ٥٠٠ ډالره ويشلې دي.
محمدي وويل: دغه نغدي مرستې په هغوکورنيو وويشل شوې چې دهغوى کورونه د وروستيو پېښو په بهيرکې ويجاړ يا سوځيدلي دي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته