امنیت

په کندز- تخار لويه لاره کې د طالبانو بريد ناکام شو

 کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
په کندز- تخار لويه لاره کې نوې نښته کې په وسله والو طالبانو پورې شپږ وسله وال کسان ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې لسګونو يرغلګرو په دې لويه لاره کې  د پوځيانو پر پوستې يرغل وکړ.
د هېواد په شمال کې د ځانګړو عملياتو د لومړي لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په نښته کې شپږ يرغلګر وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته